ټولنه

د کندز د جګړې بېځايه شويو ته د تخار د والي د دويمې مرستې ليږدول

کابل باختردتلې د مياشتې  ٢٢  :
د کندز د جګړو له بېځايه شويوکسانو سره د تخار د والي دويمه مرسته  وليږل شوه.
په دغو مرستوکې سل بورۍ وريجې، سل بورۍ اوړه او سل بوشکې غوړي شته  چې د ډاکتر ياسين ضيا په شخصي پيسو برابرې شوې دي.
د تخار والي ډاکتر ياسين ضيا له باختر آژانس سره په اړيکه کې وويل چې دغه  مرستې کندز ته ليږدولې شوې چې په اړوکسانو وويشلې شي .
ده وويل، هلې ځلې کوي چې د کندز د وروستيو جګړو له مصيبت ځپلو سره  زياتې مرستې وکړي او د نورو بنسټونو او افرادو مرستې راټولې او وليږي.
دغه راز ويل کيږي اتلس زره سي سي وينه چې د کندز د خلکو له خوا د کندز  د جګړې ټپيانو ته ورکړى شوې وه ، کندز ته ليږدولې شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته