سیاست

افغانستان او تاجکستان، ګډه اعلامیه او د همکاريو موافقه ليکونه لاسليک کړل

_کابل_باختر د وري دمياشتې ٦مه:
افغانستان او تاجکستان یوه ګډه اعلامیه او د دواړو هېوادونو د کورنيو چارو وزارتونو د هراړخیزو همکاريو، ګمرکونو، د متقابلې پانګونې د هڅونې او ساتنې، کلتور، هنر او نشراتو په برخو کې د همکارۍ پنځه موافقه ليکونه او د دواړو هېوادونو د دولتي راډیو تلویزیونونو ترمنځ یو د همکارۍ تفاهم ليک لاسلیک کړل.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
د تاجکستان جمهور رئيس امام علي رحمان د هغه هېواد د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د یو رسمي سفر په ترڅ کې د نوروز په جشن کې د ګډون په موخه نن له غرمې مخکې کابل ته راورسېد او په ارګ کې يې د افغانستان د جمهور رئيس حامد کرزي لخوا هرکلی وشو.
د هېواد جمهور رئيس د تاجکستان له جمهور رئيس سره د کتنې په پای کې په یوه ګډ خبري غونډه کې د خبرو په لړ کې امام علي رحمان ته د ښه راغلاست په ترڅ کې وویل چې نن موږ د خپلو دوه اړخیزو لیدنو په ترڅ کې د سیمې او نړۍ د حالاتو او همداراز د سوداګرۍ، اقتصاد، مواصلات، د سړکونواو د اورګاډي پټلۍ د جوړونې په برخو کې د دواړو هېوادونو د اړيکو په اړه خبرې اترې وکړې.
حامد کرزي زیاته کړه: له نېکه مرغه افغانستان او تاجکستان په تېرو ۱۲ کلونو کې د خپلو اړيکو ژورتیا ته رسېدلي دي او موږ ډېرې ژورې، پراخې او بشپړې اړيکې لرو، دغه اړيکې نه یوازې د دواړو هېوادونو حکومتونه، بلکې د دواړو هېوادونو خلک يې هم هڅوي.
د تاجکستان جمهور رئيس امام علي رحمان، د افغانستان جمهور رئيس او خلکو ته د نوي کال د تبریکۍ په ترڅ کې وویل چې زموږ په ارزښتناکو لرغونو دودونو کې نوروز د ټولو نېکيو او ښيګڼو، رغونې، جوړونې او زرغونتیا، د لويو نیتونو او آرمانونو پیل دی او د نوروز دغه ارزښت زما د ورور جلالتمآب جمهور رئيس کرزي په ملاقاتونو، مذاکراتو او دوستانه خبرو اترو په لړ کې هره شیبه احساس کیږي.
د تاجکستان جمهور رئيس وویل چې هېواد يې په سیمه ییزو همکاريو او د شانګهای د همکارۍ په سازمان کې د افغانستان د پراخې او فعالې ونډې غوښتونکی دی.
هغه زیاته کړه: موږ سږکال د شانګهای د همکاری د سازمان ریاست پرغاړه لرو او په دغه سازمان کې به د افغانستان د رول په پیاوړتیا کې په فعاله توګه مرسته وکړو.
امام علي رحمان څرګنده کړه چې له جمهور رئيس کرزي سره يې د خبرو محور، د دواړو هېوادونو ترمنځ د هر اړخيزو دوستانه اړيکود پراختیا او ودې او د لرغونې دوستۍ د پياوړتیا د لارو چارو ارزونه او لټه وه.
هغه د کاسا۱۰۰۰ پروژې او د تاجکستان، افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د اورګاډي د پټلۍ د پروژې پرتطبیق د ټينګار په ترڅ کې، د زېربناوو، اقتصاد، سوداګرۍ، پوهنې، کلتور او هنر په برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د پراختیا په اړه خپل رضایت څرګندکړ او دنویو او اغېزمنو لارو چارو په مټ د بشپړو نامحدودو امکاناتو پرکارونې ټينګار وکړ.
د تاجکستان جمهور رئيس وویل چې له جمهور رئيس کرزي سره يې، له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو وتلو ته په پام سره، د ګډو ګواښونو او خطرونو پر وړاندې د اصولي او اغېزمن غبرګون  او د ټولو د پرمختګ لپاره د امنیت او ثبات د ټینګښت په موخه، د دواړو هېوادونو د امنیتي، سرحدي او پوځي ارګانونو او د عدلي او قضایي مراجعو تر مینځ د اړیکو پر لا پیاوړتیا ټینګار وکړ .
د یادونې وړ ده چې افغانستان په ۱۳۹۳ کال کې د نوروز د نړیوال جشن کوربه دی او ټاکل شوې ده چې سبا ته د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئيس حامدکرزي او د نوروز د حوزې د هېوادونو د جمهورو رئيسانو او لوړپوړو پلاويو په حضور کې دغه جشن په پرتمينو مراسمو سره په ارګ کې ولمانځل شي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته