ټولنه

د قندهار او ارزګان ولایتونو د قومونو استازو او مشرانو له اجرائیه رئیس څخه د صحت او تعلیم په برخه کي د کار غوښتنه وکړه

کابل باختر دتلې دريمه
د افغانستان د اسلامي جمهریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن په قندهار ولایت کې ددغه ولایت او همداراز د ارزګان ولایت د قومونو له استازو او مشرانو سره وکتل او د هغوی ستونزي ئې واورېدې.
داجراييه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
د قومونو استازو او مشرانو وویل، چي په قندهار ولایت کي امنیت ډېر ښه دی خو د صحت او تعلیم په برخه کي څومره چي اړتیا ده، هومره کار نه دی او مهمه ده چي دولت دې برخي ته پاملرنه زیاته کړي.
هغوی وویل، چې په قندهار کې د میرویس په نامه یوازې یو حوزوي روغتون شته، چې د یادې حوزې لپاره کفایت نه کوي او ضروري ده، چي د ولسي خلکو پر وړاندیزونو باندې په مرکز کې غور وشي.
همداراز د ارزګان ولایت خلکو د طالبانو له خوا د روغتيايي مرکزونو د تړل کېدو له امله شکایت وکړی او له حکومت څخه ئې وغوښتل، چي امنیتی ارګانونو ته لارښوونه وکړي،‌چي د چټکي پرانستني لپاره ئې عاجل اقدامات وکړي.
د لویو لارو جوړېدنه او د تړلو لارو پرانستل د یادو خلکو له نورو ستونزو، غوښتنو او وړاندیزونو څخه وو.
اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله خوښي وښوده، چي په قندهار ولایت کي امنیتي حالت ښه شوی او د خلکو اساسي غوښتني د پوهنې کیفیت او د روغتيايي خدمتونوښه والې دى.
هغه زیاته کړه،‌چې دعامې روغتیا وزیر او د پوهنې وزارت معین په دې سفر کي ورسره راغلي چي ورته ویل شوي،
نوموړي وویل،‌چي مرکزي اداره به امنیتي ارګانونو ته لازمه لارښوونه وکړي او ستونزي به ئې حل کړي،‌چې په ارزګان ولایت کي د وسله والو مخالفینو پر ضد جدي اقدامات وکړي او د روغتيايي مرکزونو ترڅنګ نور عټولګتي تاسیسات د هغوی له اغيزې خلاص کړي.
نوموړي یادونه وکړه،‌ چي مرکزي اداره به هم په دې برخه کي د خپلو امکاناتو په چوکاټ کي د محلي ادارې له وړاندیزونو او د خلکو له غوښتنو سره سم اجراآت وکړي.
پاى- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته