امنیت

شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل باختر د ثور اته ويشتمه :
د شفق په چوکاټ کې د غالب په نامه په ګډو محاربوي او چاڼيزو عملياتوکې د وسله والو طالبانو د ډلې د يو مشهور قوماندان د مرستيال ملا جبار په ګډون  شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
  په جنوب کې د ٢٠٥ اتل قول اردو د مطبوعاتي دفتر مسوول دګرمن محمد محسن سلطاني باخترآژانس ته خبر ورکړ: دغه عمليات چې د ګډو ځواکونو له خوا د زابل ولايت د ارغنداب،  شينګي، سيورۍ او د شهر صفا او د قندهار ولايت  د معروف او ميوند د ولسواليو په مربوطاتوکې ترسره شول؛ د ملا جبار د مرستيال په ګډون شپږ تنه طالبان ووژل شول .
  يوې اړوندې سرچينې وويل: په دغو عملياتوکې يوه داشکه، يوه پيکا او يو موټرسايکل ويجاړ شو او دغه راز لس بوشکې او يوه بوري چاوديدونکي توکي او نهه ډول ډول ماينونه کشف شول .
په همدې ترتيب دروزګان ولايت په خاص روزګان ولسوالۍ کې د څلورمې پلۍ لوا دځواکونو د چاڼيزو عملياتو له امله د وسايطو ضد دو ه ماينونه کشف او شنډ کړى شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته