سیاست

په بدخشان کې د انتخاباتو د پوهاوي سيمنارجوړ شو.

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٢٦
دجمهوري رياست او د ولايتي شوراګانو د انتخاباتو په باب د پوهاوي سيمنار نن د يوې ورځې لپاره په بدخشان کې جوړ شو.
دبدخشان ولايت د عالمانو د شوار غړى او د سيمنار يو تن برخه وال مولوى عزيز الرحمن باخترآژانس ته وويل: انتخاباتو يو اسلامي اصل دى او بايد خلک د انتخاباتو په اړوند د خپلو مسوليتونو د اداکولو لپاره فعاله ونډه واخلي او هرڅوک چې له دغو انتخاباتو سره مخالفت کوي ، هيواد ته خاين دى .
په دې سيمنارکې څو تنو نورو عالمانو او ځوانانو د هيواد دپرمختګ او ترقۍ په لاره کې د انتخاباتو د رول په باب د خبرو په ترڅ کې له خلکو څخه وغوښتل چې په دې ملي بهيرکې فعاله ونډه واخلي .
دبدخشان ولايت د انتخاباتو دخپلواک کميسيون رييس سيد معصوم معصومي وويل: ددغه سيمنار د جوړولو هدف د انتخاباتي مبارزو او د رايې ورکولو د کارتونو د اخيستلو لپاره د ښځو دهڅولو دپيغام رسول دى.
معصومي زياته کړه: د بدخشان ولايت د رايې ورکولو د کارتونو د اخيستلو له پلوه د هيواد په کچه دريمه درجه دى او تراوسه پورې دسلو زرو ښځو په ګډون شپيتو زرو تنو نومونه ليکي دي.
خبرځاى زياته کړه: په ولسواليوکې د نوم ليکنې ګرځنده ټيمونه فعاليږي چې زموږ هيواد وال په لرو پرتو سيمو کې له دغه بهيرڅخه بې برخې نه شي.
معصومي زياته کړه: تراوسه پورې د ولايتي شورا اته ديرشو تنو کانديدانو نومونه ليکي دي او ټاکل شوې ه ده دغه بهير سلوتنو ته ورسيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته