امنیت

په کاپيسا کې دپنځو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل .

کابل باختر د وري اوومه :
پنځه تنه وسله وال طالبان تيره شپه په کاپيسا ولايت کې دناتو په هوايي بريدونو کې ووژل شول .
دکاپيسا دامنيې قوماندانۍ وياند باختراژانس ته وويل چې دغه بريدونه دتګاب ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره شول  چې له امله يې ددريو بهرنيو اتباعو په ګډون پنځه تنه  وسله وال طالبان ووژل شول او څلور تنه نور سخت ټپيان شول
ديوبل خبرله مخې، يو څارنوال پرون مازيګر دکوهستاناتو ددويمې برخې ولسوالۍ په کالوته سيمه کې دناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا ووژل شو
  سرچينې زياته کړه چې پوليسو ددغې وژنې په تور څيړنې پيل کړې دي .
ديوبل خبرله مخې،  يوسړى تيره شپه دکوهستاناتو ددويمې برخې  ولسوالۍ په تالي پشته سيمه کې دخپل ورور له خوا دتومانچې په ډزو سره ووژل شو .
دکاپيسا  دپوليسو وياند وايي چې دغه وژنه  دځمکې پرسر  له نندارې وروسته وشوه .
قاتل دپوليسو تر څيړنې لاندې دى .
  ختم_عطاالله _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته