امنیت

شپږ سوه کيلوګرامه نشه يي توکي په لوګر کې کشف او ضبط شول .

کابل باختر د کب شپږمه :
شپږ سوه  کيلوګرامه اپين ډوله  نشه يي توکي  په لوګر ولايت کې کشف اوضبط شول .
دلوګر ولايت دملي امنيت  درياست يوه خبرځاى  دباختراژانس خبريال ته وويل : دملي امنيت دمنسوبينو  دکشفي رپوټ له مخې ، په دې وروستيو وختوکې   دخوشي ولسوالۍ  په مربوطاتو کې  ځانګړي عمليات  ترسره شول چې له امله يې  شپږ سوه کيلوګرامه  اپين  چې په مهارت سره په يو ډاتسون موټر کې  ځاى پرځاى کړى شوي  و  کشف اوضبط شول .
  ويل کيږي  چې دغه توکي  دننګرهار ولايت  له حصارک ولسوالۍ څخه  دلوګر ولايت  د خوشي ولسوالۍ ته ليږدول شوي وو اوټاکل شوې وه  چې ددغه ولايت  د خروار ولسوالۍ ته او له دغه ځاى څخه  ګاونډيو ولايتونو ته وليږدول شي .
  يوه اړونده خبرځاى وويل چې ددغې قضيې په اړوند څوک نه دى نيول شوى  او قضيه  دامنيتي ځواکونوتر څيړنې لاندې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته