فرهنګ

ډاکترکمال سادات دځوانانو دځواکمنۍ په خاطر درې تفاهم ليکونه لاسليک کړل

کابل باختر دغبرګولي دمياشتې  ٢ :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو د چاروز معينيت نن د ځوانانو د ځواکمن کولو په موخه درې تفاهم ليکونه لاسليک کړل.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې: 
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د ځوانانو د چارومعين ډاکترکمال سادات د مديريت او ادارې، د ملګروملتو د سازمان ورته کولو او د سولې د تياتر په برخوکې د اړوندو بنسټونو له استازوسره درې تفاهم ليکونه لاسليک کړل.
ډاکترکمال سادات د دغو تفاهم ليکونو د لاسليک کولو په وخت کې زياته کړه  چې د ځوانانو د چارو معينيت تل له ځوانانو سره همکار دى او د دغو تفاهم ليکونو عملي کيدل  کولاى شي د ځوانانو په ځواکمن کولوکې ګټور وي.
په نوې پيړۍ کې د افغانستان د ځوانانو د موسسې رئيس محمد آهنګران د مديريت او ادارې په برخه کې د ځوانانو د چارو له معينيت سره تفاهم ليک لاسليک کړ.
ده زياته کړه چې دغه تفاهم ليک د مديريت او ادارې په برخه کې ځوانانو ته د همکارۍ زمينه برابروي.
د سولې د پيغام د تياتر رئيس محمد توفيق لايق د سولې په برخه کې تفاهم ليک  لاسليک کړ چې د دغه تفاهم ليک له مخې ځوانانو ته د سولې د تياتر د نمايشتاتو اجراکول ترسره کيږي.
ده وويل: د تياتر له لارې غواړو د سولې پيغام نړيوالو ته ورسوو.
د افغانستان د تعليمي موسسې رئيس سيف الله حکيمي هم د ملګرو ملتو د سازمان د يوخيل کولو په برخه کې د ځوانانو د چارو له معينيت سره تفاهم لاسليک کړ.
ده زياته کړه: د دغه تفاهم ليک له لارې غواړو ځوانانو ته د رهبرۍ مهارتونه زده کړو او دغه راز د هغوى د ځواکمن کولو لپاره زمينه برابره کړو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته