سیاست

جمهوررئیس غني د کورنیو چارو وزارت یو شمېر افسرانو ته د ترفیع رتبې ورکړې

کابل باختر د چنګاښ دمياشتې٥ نيټه :                    
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني تير ماښام د کورنیو چارو وزارت اوو تنو افسرانو ته د ترفیع رتبې ورکړې.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ
هغه مراسم چې په دې اړه په چهارچنار ماڼۍ کې جوړ شوي وو او د کورنیو چارو وزیر سربېره د هېواد ملکي او نظامي لوړ پوړو مقاماتو هم په کې حضور درلود په پیل کې د کورنیو چار وزیر خبرې وکړې او د هېواد له امنیتي او دفاعي ځواکونو په ځانګړي ډول ملي پولیسو څخه یې د همیشني ملاتړ او پاملرنې په خاطر له جمهوررئیس څخه مننه وکړه.
هغه هېواد او خلکو ته د خدمت کولو په خاطر د وسله‎ وال پوځ اعلی سرقوماندان ته د ډاډ ورکولو تر څنګ زیاته کړه، شایسته سالاري او مکافات د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د روحیې پر پیاوړتیا او دغه راز د قانون په نافذولو کې اساسي رول لري.
وروسته په فرهنګي چارو کې د جمهوررئیس سلاکار اسدالله غضنفر د کورنیو چارو وزارت د اوو تنو افسرانو د ترفیع او کورنیو چارو وزارت د امنیتي چارو ارشد معینیت د رئیس ارکان په توګه د لوی پاسوال په بست کې د خاصو قطعاتو د قوماندان پاسوال سیدمحمد روشندل د مقررئ او هم‎مهاله لوی پاسوالۍ ته د ده د رتبې د ترفیع په اړه د جمهوررئیس جلا حکمونه ولوستل.
جمهوررئیس د دغو رتبو له ورکړې وروسته په خپلو خبرو کې وویل، پولیس د ثبات او قانون د حاکمیت وسیله ده، د خلکو او پولیسو ترمنځ باور باید رامنځته شي.
د هېواد جمهوررئیس د پولیسو منسوبینو ته په خطاب کې وویل، زه پوره باوري یم چې تاسې وطن او خلکو ته د خدمت تعهد، اراده او نیت لرئ.
د کورنیو چارو وزارت له نشه‎یي توکو سره د مبارزې معین عبدالخلیل بختیار د لوی پاسوال په رتبه، د کابل اسمایي زون قوماندان محمد داوود امین، د ۳۰۳ سپین غر ساحوي زون قوماندان خلیل الله ضیایي، د ۶۰۶ زون قوماندان محمد جمعه عدیل او د پکتیا امنیه قوماندان سید ګل‌آقا روحاني د پاسوال په رتبو کې، د کورنیو چارو وزارت د معاونیت دفتر رئیس عبدالغفور پیغام او د پولیسو د خاصو قطعاتو عمومي قوماندانۍ عملیاتي مرستیال میراحمد د مل پاسوال په رتبو کې هغه افسران دي چې ترفیع یې د جمهوررئیس له لورې منظور او ورکول شوي دي.# پاى- سعيده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته