کابلباختر دچنګاښ ٢٠ مـــــــــــــه
دغوري دسمنتو نوى فابريکي نن بيا په فعاليت پيل و کړ
دغه فا بريکه دډبرو سکرو د نشتو الۍ او کمښت له ا مله له يوې مو دي را په ديخوا له توليد څخه پا تي وه
دغوري دسمنتو لو مړۍ او د ويم لمبر فا بريکو لوى رئيس کريم فرخ باخترا ژانس ته وويل له يوې مو دي را په ديخوا دډبرو سکرو دکمښت او نشتوالۍ له ا مله ددغې فا بريکى فعاليت ځنډول شوى و دډبرو سکرو په برا برولو سره ددغې فا بريکى کار له سره پيل شو ، دغه فابريکه دوه داشو نه لري او په يو داش کې د ورځې پنځه سوه ټنه سمنټ تو ليديږي
فرخ په دې ترڅ کې چې د نوى فا بريکي دداشو نو د اړ تيا وړ ډبرو سکاره په ورځ کې يو سلو لس ټنه وښودل ډاډ يي ورکړ چې داقداماتو اود افغا نستان سمنت د کمپنۍ د مشرتا به د کاري پلانونو په پام کې نيولو سره د غوري سمنتو فابريکه له دې وروسته له وقفى پرته خپلو توليدا تو ته دوام و ر کوي او په ورځ کې اووه سوه ټنه کلينکر تو ليد وي
دسمنتو په داشو نو کې داړ تيا وړ بريښنا د ا نر ژي اودډبرو سکرو کمښت د تو ليدي چارو په پرمخ بيولو کې يوه اساسي ستو نزه بلل کيږي اوددواړو فا بريکو دداشو نو د اساسي ترميمولو ، د بريښنا د تا مينولو ، د اړ تيا وړ ډبرو سکرو د برا برولو په صورت کې کولاي شو د ورځې يو زرو څلور سوه ټنه سمنټ تو ليد کړو