ټولنه

د بريښنا توليد له يوې نوې پروژې څخه ګټه اخستنه

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١٦
د ٤٠٠ کيلو واټه بريښنا په ظرفيت يو برج پرون په باميانو ولايت کې فعال شو.
د بريښنا شرکت د مرکزي زون رييس صديقي د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه پروژه د٤٠٠ کيلو واټه بريښنا په ظرفيت د يومليونو ٢٠٠ زرو امريکايي ډالرو په لګښت د باميانو ښار په دريمه ناحيه کې ګټې اخستنې ته سپارل شوې ده .
د باميان والي طاهر زهير هيله څرګنده کړه چې د بريښنا شرکت وکولاى شي په باميانو کې له موجود امکاناتو څخه په استفادې سره ددغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې د بريښنا د تامينولو مقصد کوچنې او سترې پروژې ګټې اخستنې ته وسپاري.
ده دومداره بريښنا د کار ، پرمختګ او ترقۍ وسيله وبلله چې کولاى شي دباميانو خلکو ته د عوايدو ښه سرچينه شي .
د خبرځاى دڅرګندونو له مخې: د افغانستان د مرکزي سيمو اوسيدونکي هيله لري چې د باميانو له لارې د (تاپي او کاسا- ١٠٠٠ ) پروژې او د بريښنا نورې ملي پروژې د تل لپاره د بريښنا دکمښت له پلوه د دغه ولايت د خلکو ستونزې لرې کړي.
خبرځاى زياته کړه: د بريښنا د دغه برج په پرانستلو سره د ٢٤٠٠ کورنيو ستونزې لرې شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته