روغتیا

په غور کې داوبو رسولو او روغتيا ساتنې څلور پروژې ګټې اخستنې ته وسپارل شوې .

کابل باختر دچنګاښ ٤مه
په غور کې داوبو رسولو او روغتيا ساتنې څلور پروژې  بشپړې او پرون ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې .
دغور دبيا رغونې  او پرمختيا رييس انجنير محفوظ الله فکور  دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دغو پروژو کې دچينې ساتنې  ، داوسپنيزو او کانکريتي زېرمو ودانۍ ، د پنځوسو مترو مکعب اوبو په ظرفيت  ، داوبو دنهو څاګانو کېندل، په ښوونځيو کې  دلاسي بمبونو  نصبول ،  چې  دبيا رغاونې  او پرمختيا وزارت دپروګرام او ديونيسف  دفتر  اودخلکو په سلو کې دلسو په ونډې سره دڅه ناڅه دشپږو مليونو افغانيو په لګښت په تاله او دولينې ولسواليو او په  فيروز کوه ښار کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې
  فکور زياته کړه چې ددغو پروژو په تطبيق   سره  دکلي اوسيدونکو دڅښاک  له اوبو څخه ګټه اخلي .   ختم_ سعيده_ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته