امنیت

د ډار اچوونکوله شتون څخه د فارياب د کوهستان ولسوالۍ بشپړ پاکول

ميمنه باختر دزمري دمياشتې  ٤  :
د فارياب ولايت دکوهستان ولسوالۍ په بشپړه توګه د ډار اچوونکو له شتون څخه پاکه شوه .
پوځيانو له څو ورځوجګړو وروسته نن سهار بريالي شول د دغې ولسوالۍ  ټولې سيمې ونيسي .
د کوهستان ولسوالۍ څه ناڅه درې ورځې مخکې د وسله والو طالبانو په ډله ييز  بريدکې د طالبانو له خوا نيول شوې وه.
د فارياب والي جنرال همايون فوزي باختر آژانس ته وويل چې اوس پوځيان  د کوهستان ولسوالۍ په ټولو سيموکې ځاى او حالات عادي شوي دي.
ده وويل: په دغو جګړوکې څه ناڅه ٣٠٠ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او په لسګونو تنه نور يې ټپيان شول.
د فارياب والي په داسې حال کې چې دکوهستان ولسوالۍ ته تللى و، خلکو ته ډاډ ورکړ چې په نږدې راتلوونکې کې به په کوهستان ولسوالۍ کې د پرمختيايي پروګرامونو تطبيق او حکومتوالي له سره پيل شي .
ده دغه راز سيمه ييزو مقاماتو ته لارښوونه وکړه چې په کوهستان ولسوالۍ کې
دولتي ادارې پرانيزي.
د فارياب والي د کوهستان ولسوالۍ د کتنې په بهيرکې د ډار اچوونکو د ځپلو  او دغې ولسوالۍ ته د آرامۍ د بېرته تامينولو په خاطر د پوځيانو د سرښندنو له امله مننه وکړه.
په کوهستان کې وروستۍ جګړې په تېره بيا په دغې ولسوالۍ کې دطالبانو شتون  د دې سبب شو چې په سلګونو کورنۍ  د خپلو کورونو پريښودو ته اړ شي.
جنرال فوزي له خلکو څخه وغوښتل چې بېرته خپلوکورونو ته راستانه شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته