فرهنګ

یو لرغونی موټر نن داجرائيه رئيس په حضور کې ملي موزیم ته وسپارل شو

-کابل باختر دليندى شپږ ويشتمه : د افغانستان داسلامي جمهوریت داجرائیه رئیس په حضور کې نن یو لرغونی موټر د افغانستان دملي موزیم مسولانو ته وسپارل شو. په دې اړه په سپېدار مانۍ کې جوړو شویو مراسمو ته د هېواد اجرائيه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله وویل: چې دا موټر له نن څخه اویا کاله مخکې افغانستان ته د شاهي کورنۍ لپاره راوړل شوی و؛ خو د کورنیو جګړو پر مهال له هېواد د باندې د قاچاق کېدو پر مهال نیول شوی دی. اجرائيه رئيس وویل، چې د افغانستان د ملي اتل احمدشاه مسعود په سپارښتنه دغه موټر په سختو شرایطو کې د قومندان محمدسعید صوفي زاده له لوري ساتل شوی و، چې نن ملي موزیم ته وسپارل شو. اجرائیه رئیس د افغانستان تاریخي هویت او د لرغونو اثارو ارزښت ته په اشارې وویل، چې ټول لرغوني اثار باید لېست او د افغانستان په ملي موزیم کې په مسلکي او خوندى ډول وساتل شي. اجرائيه رئیس د ملي موزیم اود اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولانو ته سپارښتنه وکړه، چې د دې موټر او نورو ټولو تاریخي ارزښتونو په ساتلو کې اساسي اقدامات وکړي. اجرائيه رئيس له قومندان محمد سعید خان صوفي زاده او نورو ټولو هغو کسانو مننه وکړه، چې د هېوادنۍ مینې له امله یې دغه ډول موټر په خوندى ډول ساتلی و. په همدې حال کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دفرهنګ اوهنرمعين پوهاند محمد رسول باوري د موټر له ساتونکي او ملي موزیم ته یې له سپارلو د مننې ترڅنګ له ټولو هېوادولو وغوښتل چې لرغوني توکي او ارزښتناک اثار ملي موزیم ته وسپاري. په یادو مراسمو کې د موټر اصلي ساتوونکي قومندان صوفي محمد سعید خان صوفي زاده وویل، چې دغه موټر یې په سختو شرایطو کې ساتلی او اجازه یې نه ده ورکړې، چې ويجاړ شي او یا هم څوک یې قاچاق کړي. د افغانستان دملی موزیم رئیس محمد فهیم رحیمي ډاډ ورکړ، چې دا موټر او نور تاریخي اثار به په اساسي او مسلکي ډول په موزیم کې وساتي.پاى- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته