سیاست

جمهورريیس غني په اریانا افغان هوايي شرکت کې د بنسټیزو اصلاحاتو د تطبیق څرنګوالی وارزاوه

کابل/ دتلې ١٩مه/ باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمداشرف غني پرون د اریانا افغان هوايي شرکت له مسوولینو سره په کتنه کې په دغه شرکت کې د مالي، اداري، بشري، تخنیکي، عملیاتي او سوداګریزو چارو د معیاري کولو په خاطر د اساسي اصلاحاتو د تطبیق د څرنګوالي راپور واورېد.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه په پیل کې د اریانا افغان هوايي شرکت ريیس وویل، د لګښتونو څرنګوالی یې ارزولی او اوس د اریانا افغان هوايي شرکت د خپل زیان کچه له ۹ څخه ۳ سلنې ته راټیټه کړې ده.
هغه زیاته کړه: دغه شرکت د مجربو ځوانانو د جذبولو په موخه له کابل پوهنتون سره تفاهم لیک لاسلیک کړی چې له استخدام وروسته به د مسلکي زده کړو د ترلاسه کولو په خاطر بهر ته واستول شي.
جمهورريیس غني په دې اړه وویل: تحرک رامنځته شوی، خو ګړنديتوب کم دی.
هغه زیاته کړه، د باختر شرکت د احیا کولو او د اریانا افغان هوايي شرکت د پیاوړتیا په برخه کې دې منظم پلانونه ترتیب او په هرو دوو اوونیو کې دې د پرمختګ راپور وړاندې شي.
جمهورريیس څرګنده کړه، د هر ډول مداخلې په صورت کې دې چې د اصلاحاتو پروسه زیانمنوي، سرغړوونکي عدلي او قضایي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.#
پاى- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته