سیاست

د سولې په چاروکې د دولت وزیر له معصوم ستانکزي سره وکتل

کابل/ د سلواغې ١٤مه/ باختر
د جمهورريیس ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي د هېواد له سیاسي شخصیت معصوم ستانکزي سره وکتل.
باختر آژانس ته د سولې په چاروکې د دولت وزارت د معلوماتو له مخې: دغه کتنه هم د هېواد له سیاسیونو سره د سولې په چارو کې د دولت د وزیر د لیدنو په لړ کې وشوه چې د سولې پر اړوندو موضوعاتو بحث پکې وشو.
د ملي اجماع د ټينګښت او پیاوړي کولو په موخه د نظرونو اخیستو لپاره له سیاسیونو سره د سولې په چارو کې د دولت د وزیر مشورتي لیدنې دوام لري.
پاى / شکريه

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته