سیاستTOP

د ملي مصالحې د عالي شورا سياسي مرستيال :طالبانی امارت د منلو وړ نه دى

کابل /دغبرګولې ١١مه /باختر
د ملي مصالحې د عالي شورا د رسنيو او د عامه پوهاوى د چارو کمزسيون د اجراييه رياست په غونډه کې چې نن جوړه شوه د سولې خبروته د رسنيو د لاسرسۍ د تامينولود لارو چارو په اړه خبرې وشوې.
د باختراژانس خبريال دخبرله مخې؛ په دې غونډه کې د ملي مصالحې د عالي شورا سياسي مرستيال عبدالستار سعادتي د سولې بهير د وروستيو پرمختګونو په اړه د رسنيو مسوولينوته معلومات ورکړل او ويې ويل له افغانستان څخه د امريکا او ناټو وتل له افغانستان سره د نړۍ د سياسي ،اقتصادي اوامنيتي همکاريو د پاى په مانا نه دى ،بلکې د نړۍ علاقمندي اونړيواله ديپلوماسۍ د افغانستان د شل کلنوبرياليتوبونوپه ملاتړ کې دى .او د نړۍ غوڅه اجماع دا ده چې نور طالباني امارت هيچاته د منلو وړ نه دى.
نړۍ د افغانستان له خلکوسره يوځاى د داسې سولې د بهير ملاتړکوي چې په هغه کې د افغانستان دخلکو، حقوقواو اساسي ازاديو ته درناوى وشي.
په دې غونډه کې د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د خپرونوچارومعين اود کمېسيون د اجرايي هيئت غړى عبدالمنان شيواي شرق د سولې په بهير کې د رسنيو د مشارکت او پوښښ دهمغږى مسوده غونډې ته وړاندې کړه اوله خبرو وروسته د اړوندو دولتي بنسټونو، د ازادو رسنيو او د خبريالانو د بنسټونو په ګډون يوه کمېټه موظفه شوه چې دغه طرحه وڅيړي اوبشپړه کړي.
د غونډې دويمه برخه د سولې له بهير څخه د پيغام رسولو څرنګوالي ته ځانګړي شوه دعامه پوهاوى او د رسنيو د چارو کمېسيون د دارالانشا رييس حشمت رادفر له هېواد څخه د نړيوالو ځواکونو د وتلو له اعلام وروسته د سولې له بهير څخه په ملاتړکې د عمومي افکارو د پيوستون په اړوند د رسانه يي پيغامونو د مفرداتو او محتوا په اړه غونډې ته معلومات ورکړل او ويې ويل عمومي افکار د سولې او د خبرو د بهير په اړوند بدلونونه په جدي توګه تعقيبوي.
هغه زياته کړه چې د خلکو د حقوقو او مدني ازاديو په تېره بيا د ښځو د حقوقواود انساني ارزښتونو د نه انکارونکي او ځواکمن ملاتړې په توګه د رسنيو او د فرهنګي اوهنري بنسټونو رول په دې بهير کې ارزښت لري.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته