سیاست

نورالحق علومي له فساد سره په جدي مبارزې باندې ټينګار وکړ

کابل – باختر د غبرګولې دمياشتې ٢٧
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د کورنيو چارو وزير نورالحق علومي نن د دغه وزارت له يو شمېر معينانوخبريالانو او د بېلابېلو څانګو د رييسانو په ملګرتيا د ملي پوليسو اکاډمى وکتله.
د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر  آژانس خبر ورکړ:
د کورنيو چارو وزير د دغې اکادمۍ محصلانو ته په خطاب کې د خپلې وينا په ترڅ کې وويل چې د افغانستان امنيتي ځواکونه له بهرني دښمن سره په جګړه کې چې هماغه تروريستان دي؛ بريالي شوي دي او اوس د دې وخت را رسيدلى دى چې له کورنى دښمن سره چې فساد دى، جدي او پرله پسې مبارزه وشي.
د کورنيو چارو وزير، فساد له تروريزم او ډار اچونې څخه خطرناک وباله او څرګنده يې کړه چې فساد ناخوښي رامنځته کوي او د دولت او د امنيتي ځواکونو په نسبت د خلکو نه خوښي او بي اعتمادي د بد امنۍ او بې ثباتۍ ستر عامل بلل کيږي.
دکورنيو چارو وزير په دې بيان سره چې له فساد سره مبارزه ، شفافيت، د حساب ورکولو رامنځته کول او د پوليسو ظرفيت جوړول او مسلکي کول د کورنيو چارو په وزارت کې د ده له کاري لومړيتوبونو څخه دي؛ د پوليسو اکاډمۍ محصلانو ته په خطاب کې وويل چې تاسې د افغانستان د ملي پوليسو راتلوونکي مسلکي کادرونه ياست او هڅه او هاند وکړي چې په بيا مسلکي زده کړو سره د پوليسو د مسلکي ظرفيتونو د لوړولو سبب شي.
د امنيت د تامينولو، د قانون د تنفيذ او له جرمونو سره د مبارزې په برخه کې د پوليسو په چوکاټ کې بنسټيز او اساسى بدلونونه رامنځته کړي .
د کورنيو چارو وزير په همدې حال کې د يو مهم اصل په توګه د پوليسو د بيطرفۍ ساتنې ته اشاره وکړه او د پوليسو اکاډمۍ محصلانو نه ېي وويل چې د هيواد کورنيو حالاتو ته په پاملرنې سره په بېلابېلو برخوکې د دندې د ترسره کولو په وخت کې د پوليسو د بيطرفۍ اصل رعايت کړي او د خلکو د ملاتړ د جلبولو او دخپل منځي اختلافونو د لرې کولو په لټه کې واوسي.
د کورنيو چارو وزير په همدې حال کې د پوليسو د اکاډمۍ يو شمېر استادان او محصلين د مډالونو او ستاين ليکونو په ورکولو سره وستايل او ويې ويل چې د پوليسو د هر منسوب ښه عمل به مکافات ولري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته