ټولنه

د ښځو نړيواله ورځ په پروان کې ونمانځل شوه

کابل/ د کب٢٠ مه/ باختر
د ښحو نړيواله ورځ په پروان کې ونمانځل شوه.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت د دغه ولايت په مرکز کې جوړه شوه؛ د پروان والي فضل الدين عيار د ښځو د نړيوالې ورځې په مناسبت د دغه ولايت ښځو ته مبارکي وويله او څرګنده يې کړه چې ښځه د اسلام په مبين دين کې ځانګړى مقام او ځاى لري او د درناوي وړ پېژندل کېږي.
هغه د ښځو ملاتړ او د ښځو د فعاليتونو پراختيا د پروان د سيمه ييزې ادارې له لومړيتوبونو څخه وبلله او د دغه ولايت په ملکي او پوځي اداروکې يې دښځو پر فعالې ونډې ټينګار وکړ.
هغه زياته کړه چې ښځو په څول لسيزو جګړو کې د خپلو بشردوستانه ولولو او ملاتړو سره د نارينه و ترڅنګ ودرېدلې.
د پروان د ښځو چارو رييسې شاه جان يزدان پرست په دغه ولايت کې د ښځو د فعاليتونو په اړه معلومات ورکړل او د پروان د ښځو د حالت د ښه والي په برخه کې يې د دغه ولايت د سيمه ييزو ادارو د هر اړخيزو همکاريو له امله مننه وکړه.
په غونډه کې نورو ويناوالو هم  د دغې ورځې د ارزښت په اړوند خبرې وکړې او د دغې ورځې په مناسبت يې ټولو ښځو ته مبارکي وويله.
ختم- ج – اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته