کابل باخترد وري دمياشتې ١٥ :
د٢٠٣تندرقول اردو قوماندان په يوه خبري کنفرانس کې په ١٣٩١کال کې ددغې قوماندانۍ برياليتوبونه خبريالانو ته بيان کړل.
د ٢٠٣ تندرقول اردو قوماندان تورنجنرال محمدشريف يفتلي د باخترآژانس خبريال ته وويل چې دغې قوماندانۍ په تيرکال کې په هرو دريو ورځوکې د لوګر ، ميدان وردګو، پکتيا، پکتيکا، خوست او د غزني په ولايتونوکې يو محاربوي عمليات ترسره کړي دي .
يفتلي زياته کړه چې ددغوعملياتو په بهيرکې شپږسوه تنه وسله وال مخالفين وژل شوي دي او د دښمن د دوه زره درې سوه اووه ويشتو بريدونو مخه نيول شوې ده.
ده څرگنده کړه چې ددغې قوماندانۍ منسوبينو ددغوعملياتوپه بهيرکې دپرسونل ضد، د وسايط ضد او د ټانک ضد يوزروڅلور سوه ماينونه کشف اوشنډکړي دي.
د ٢٠٣ تندر قول اردو قوماندان دافغان ځواکونو د سرزيان ته اشاره ونه کړه، خو څرگنده يې کړه چې ددغوعملياتوپه بهيرکې دافغان ځواکونو تلفات لږ وو.
ده دغه راز دملکي وګړو دسردزيان په باب وويل چې ملکي وګړي زياتره د دولت د وسله والو مخالفينوله خوا د ايښودل شويو ماينونو قرباني شوي دي.
يفتلي وويل چې ددغې قوماندانۍ منسوبين په نوى کال په ورځنيو دندو برسيره، موظف دي چې دبرقي تذکرې د ويشلودحوزو اودانتخاباتي حوزو امنيت هم تامين کړي .
ده په پاى کې څرگنده کړه چې عمليات ټول په مستقل ډول ترسره شوي دي او ايتلافي ځواکونو ملاتړيز رول درلود.
0 1 دقیقه لوستل