کابل باخترد وري دمياشتې ١ :
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهوررييس حامدکرزي دميدان وردګو له ولايت څخه دايتلاف دځواکونو د وتلو د تيارى د اعلام هرکلى کوي .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ: نړيوال ځواکونه دخاصو امريکايي ځواکونو له خوا دخلکو دځورونې په با ب، دميدان وردګو ولايت دخلکو دشکايت اوبيابيا غوښتنې له امله، د ملي امنيت شورا دتصميم له مخې او دافغانستان داسلامي جمهوريت د رييس له حکم سره سم وځي.
د نړيوالو ځواکونو وتل لومړۍ ددغه ولايت له نرخ ولسوالۍ څخه پيليږي او دهغوى له وتلوسره جوخت، د افغانستان حکومت خپل امنيتي ځواکونه د سيمې د بشپړامنيت د تامينولو لپاره ليږي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ