امنیت

دکابل په ځانمرګي بريد کې ٥٦ تنه وژل شوي او ١٨٨ تنه ټپيان شوي دي

دعامې  روغتيا وزارت مقاماتو دکابل دمرادخانيو په واټ کې دنننۍ تروريستي  بريد دسردزيان شميرشپږپنځوس تنه وبلل .

دغه راز په دې پيښه کې دټپيانو شمير يوسلو اته اتيا تنه ښودل شوي دي.

دعيني شاهدانو دڅرگندونوله مخې يوځانمرګي بريد کوونکې نن له غرمې مخکې د کابل ښار دابوالفضل په زيارت کې دخلکو په غونډه کې چې دکربلاي معلا دشهيدانو دماتم په مراسمو کې راټول شوي و بريد وکړ.

دعامې روغتيا وزارت  دمرکزي روغتونونو رييس ډاکتر سيدکبير اميري دباختر اطلاعاتي اژانس  خبريال ته وويل  په دې پيښه کې شپږ پنځوس  تنه وژل شوي  اويوسلو اته اتيا تنه نور ټپيان شوي  دي چې  مړي اوټپيان دشهيد سردارمحمدداودخان ، ايمرجنسي ، وزيرمحمد اکبرخان ، دابن سينا عاجل ، دابن سيناصدري اوداستقلال روغتونونو ته ليږدول شوي دي.

دروغتونونو دمقاماتو دڅرگندونوله مخې په وژل شويون اوټپيانو کې ښځې ، ماشومان او بوډاګان هم شته.

دعامې روغتيا وزارت  معينې ډاکترې نادري حيات برهاني  دباختر اطلاعاتي  اژانس ته  وويل دغه وزارت به دټپيانو ددرملنې په خاطر له هرامکان څخه  کار واخلي .

ډاکترې نادري  حيات برهاني څرگنده کړه چې دروغتونونو مسوولينو او نورو کارکوونکو ته لارښوونه شوې ده چې دټپيانو دژغورنې لپاره په جدي هڅوسره له هرامکان څخه استفاده وکړي.

دى دغه پيښه زړه بوږنوونکي وبلله اوهغه يې ناوړه عمل وباله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته