کابل باختر د غبرګولي دمياشتې ٥ :
په سرپل ولايت کې د ملي اردو څلويښتو تنو افسرانو اړو کسانو ته وينه ورکړه.
د سرپل ولايت د سانچارک ولسوالۍ د روغتون مسوول ډاکتر احمدمنير عزيزي دباختر آژانس خبريال ته وويل: کله چې د ملي اردو افسرانو خبر ترلاسه کړ چې د دغې ولسوالۍ روغتون وينې ته اړتيا لري او دوى کولاى شي د وينې په ورکولو سره د رناروغانو ژوند وژغوري؛ ٤٠ تنو افسرانو دغه روغتون ته مراجعه وکړه او هــــر يوه يې خپله ٥٠٠ سي سي وينه دغه روغتون ته ورکړه .
0 د یوې دقیقې څخه لږ