امنیت

يوويشت تنه داعشيان ووژل شول

کابل – باختر د زمري دمياشتې ١٦
د قهرسيلاب د ګډو عملياتو په دوام ٢١ تنه داعشيان ووژل شول او ١٣ تنه نور ټپيان شول. يو شمير کلي چاڼ او لټول شوي او يوه اندازه وسلې او مهمات ترلاسه شوي دي .
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
په تيرو ٢٤ ساعتوکې دننګرهار ولايت داچين ولسوالۍ په مربوطاتوکې دهوايي توپچي ګوزارونو او په عملياتوکې د برخه والو منسوبينو د اجراتو له امله د داعش د ډلې ٢١ تنه افراد وژل شوي او ١٣ تنه نوريې ټپيان شوي دي.
دغه راز د اچين ولسوالۍ د ګردي،کرکني، بتن،تريلي، سيد احمد خيلو کلي او شدل بازار چاڼ او لټول شوي دي چې د چڼ او په پاى کې دوه تنه مشکوک کسان نيول شوي او دوه پنځه ډزې او دوه جوړې زغروال جامې، اوولس زغروال ډبرې دوه اوسپنيزه خولې، دوې پرتلې، د توغندي پنځه حق سوق، يو مايک او پنځه ډول ډول ماينونه د عملياتو د برخه والو لاس ته ورغلي دي .
دغه ماينونه د څلورمې پلې لوا د تطهير ټيم له خوا چول شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته