امنیت

څلرويشت زره جريبه غصب شوي ځمکه ددولتي املاکو برخه شوه.

کابل باختردچنګاښ دمياشتي ٢٥ :

دخوست ولايت سيمه ييزو مسوولينو داداري فساد اودځمکې دغاصيبينو پرخلاف دهلوځلو دزياتوالي خبرورکړ.

دوى په دولتي ادارو کې فاسداوهغو کسانوته چې په دغه ولايت کې يې ددولتي ځمکو په غصبولو لاس پورې کړي دي خبرداري ورکړ چې مجازات به شي .

په خوست کې ددولتي ځمکو دغصبولو مخ په  ودې بهير اوپه دولتي ادارو کې دفساد شتون په دې وروستيو وختو کې په دغه ولايت کې دسيمه ييزو مقاماتو  دانديښنې سبب شوي دي .

دخوست والي عبدالجبار نعيمي نن له خبريالانوسره په غونډه کې وويل چې ده داداري فساد اوددولتي ځمکو دغاصيبينو پرخلاف مبارزه پيل کړې ده.

دوړاندي شويو شميرونو له مخې، په خوست ولايت کې  څه ناڅه اويا زره جريبه دولتي ځمکه  دزبرځواکو له خوا غصب شوې  ده خو دخوست والي وايي  چې دوى په دى بريالي شوي دي څلرويشت زره جريبه ځمکه بيرته ترلاسه کړي .

ده وويل ترلاسه کړي شوي دولتي ځمکې يې دوګړنيو پروژو جوړولو ته ځانګړي کړى دى.

دخوست والي عبدالجبارنعيمي داداري فساد پرخلاف دمبارزې په لاره کې  دنويو برياليتوبونو يادونه هم وکړه او ويې ويل  چې له دولتي ادارو څخه يې ددغې ناوړې پديدې دله منځه وړلو لپاره پروګرام پيل کړى دى اويوشمير دولتي کارکوونکي چې دده په خبره  مفسدين  نيولي دي اوعدلي اوقضايي مرکزونو ته يې معرفي کړي دي.

نعيمي وويل چې ډير ژر به داداري فساد او ددولتي ځمکودغصبولو پرخلاف دمبارزې په لاره کې نور برياليتوبونه هم ترلاسه کړي .

دخوست والي هغوکسانو ته چې دده په خبره فاسد اوددولتي ځمکو غاصبين دي خبرداري وکړ چې ډير ژر به مجازات شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته