امنیت

دپروان دسيمه ييزو پوليسو قوماندان دماين په چاودنه کې ټپي شو .

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ١
په پروان ولايت کې دسيمه ييزو پوليسو قوماندان دماين په چاودنه کې ټپي شو .
دغه پيښه نن دچاريکارو په ښارکې دامنيې قوماندانۍ ته مخامخ وشوه .
د پروان دوالي وياند وحيد صديقي باختر آژانس ته خبر ورکړ : دغه پيښه هغه وخت وشوه چې دسيمه ييزو پوليسو قوماندان عبدالمحمد له خپل موټر سايکل سره چې مخکې چسپکي ماين په هغه کې ځاى پرځاى شوى و ، غوښتل دچاريکارو ښار امنيې قوماندانۍته ننوځي چې ماين وچاوديد او په پايله کې دسيمه ييزو پوليسو قوماندان ټپي شو .
ده زياته کړه : دسيمه ييزو پوليسو قوماندان عبدالمحمد دپروان ملکي روغتون ته وليږدول شو او د پروان دعامې روغتيا د رييس له خولې د ده حالت مخ په ښه کيدو دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته