امنیت

د شاهين قول اردو ٢٦ تنه افسران او سرتيري مجازات شول

کابل باختر دغبرګولي دمياشتې  ٢٢ :
د شاهين قول اردو ابتدائيه محکمې د دغې قول اردو٢٦ تنه افسران او سرتيري              
په شاهين قول اردوکې د ثور دمياشتې د لومړۍ نيټې په تروريستۍ پيښه کې ملزم وبلل چې د دغې قول اردو قوماندان هم پکې شامل  دي.
د ملي دفاع وزارت وياند تورنجنرال دولت وزيري باختر آژانس ته وويل:
د ٢٠٩ شاهين  قول اردو ابتدائيه  محکمې د ١٣٩٦ کال د ثور دمياشتې دلومړۍ نيټې خونړۍ تروريستي پيښې په اړوند د ١٣٩٦ کال  د غبر ګولي د مياشتې په  ٢٢ نيټه د دعوا د اړوندو لورو په ګډون په علني ډول د دغو تورنوکسانو په باب دغه پريکړه صادره کړه:
د ٢٠٩ شاهين قول اردو قوماندان تورنجنرال مومند کټوازى او د قول اردو درستيز وال بريد جنرال عبدالرووف محتاج د يو يو کال بند په سزا محکوم شول او د دوى بند د جزايي اجرااتو د قانون د ٢٠٥ مادې له مخې تعليق شوى دى.
څلور تنه:
د قول اردو د انجنيرى آمر ډګروال عبدالجيمل، د قول اردو د ګارنيزيون قوماندان ډګروال عزيز آقا، د ګارنيزيون د اوپراسيون آمر ډګرمن عبدالمجيد  او د کارنيزيون د محافظ ټولي قوماندان لومړى بريد من عصمت الله هر يو په دريو  دريوکلونو تنفيذي بند؛
درې تنه:
د قول اردو د کشف مدير ډګروال فرهاد الله، د ګارنيزيون د قوتونو د خدمتونو آمر جګړن رحم علي او د قول اردو د استخباراتو ضد بريد مل غلام  نبي هر يو په دوه دوه کاله  تنفيذي بند؛
او نولس تنه نور :
د استخباراتو ضد مديريت سرپرست ډګروال امرالدين، د قوتونو د خدمتونو آمر ډګروال رحمت الله، د ګارنيزيون قوماندانۍ د لوژستيک مرستيال ډګرمن عبدالعزيز، د لومړي لمبر قراول نوکريوال دويم بريدمن عمران، د ددريم قراول نوکريوال بريدمل جاويد، د نظامي پوليسو د ټولي سرتيرى مولاداد، د ګارنيزيو د محافظ د ټولي سرتيرى تيميم، د ګارنيزيون د ټولي سرتيرى محمدنصير، د ګارنيزيون د ټولي سرتيرى امام الدين، د ګارنيزيون د ټولي سرتيرى نجيب الله، د ګارنيزيون د ټولي سرتيرى احمدالله، د ګارنيزيون دټولي سرتيرى علي محمد، د ګارنيزيون د ټولي سرتيرى نورمحمد، د ګارنيزيون دټولي سرتيرى  الله مير ، د ګارنيزيون د ټولي سرتيرى نورالدين، د ګارنيزيون دټولي سرتيرى محمدعارف، د قراول د تاسيساتو د ټيم سرتيرى محمدالله ، د تاسيسات د ټيم سرتيرى نظرمحمد او د نظامي پوليسو د ټولي بريدمل شيراحمد هر يو په يو يو کال تنفيذي بند چې ټول دغه شپږويشت تنه د وظيفوي غفلت د جرم په ترسره کولو په مجازاتو محکوم شول.
نهه تنه نور د محکمې له خوا بري الذمه وپيژندل شول او موظف څارنوال د اتو تنو نورو په باب د دليلونو د نه شتون په نسبت له خپلې دعوا څخه انصراف کړى دى.
دغه راز درې تنه افسران په غونډه کې د نه حاضريدو په نسبت تر قضايي تعقيب لاندې ونيول شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته