ټولنه

په بلخ کې په يوه ترافيکي پيښه کې پنځو تنو ته مرګ ژوبله واوښته .

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ١٤
دمزارشريف ،شبرغان په لويه لاره کې په يوه ترافيکي پيښه کې دوه تنه ووژل شول او درې تنه نور ټپيان شول.
دجوزجان ولايت دترافيکو مدير سمونمل عبدالشکور دباختر آژانس خبريال ته وويل : دغه پيښه پرون مازيګر هغه وخت رامنځته شوه چې دشبرغان- مزارشريف دلويې لارې په اوږدوکې دجوزجان ولايت دآقچې ولسوالۍپه درې سړکه سيمه کې دشبرغان د دوو کرولا موټرو دچلوونکو دګړندي تګ او بې احتياطى له امله له يوبل سره ټکر وکړ چې له امله يې دوه تنه ووژل شول او درې تنه نور ټپيان شول.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته