امنیت

دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل باختر دثوردمياشتې ٢ نيټه :
دوه تنه وسله وال طالبان نن سهار په  تخار  ولايت کې  له پوليسو سره په  نښته کې ووژل شول.
د تخار ولايت  د امنيې قوماندانۍ وياندخليل اسير باخترآژانس  ته  وويل؛  دغه جګړه  د ينګي قلعه  ولسوالۍ  په هزاره کلي کې هغه وخت پيل شوه  کله  چې  وسله والو طالبان په امنيتي پوستو بريدونه  وکړل  .
ده وويل په دې جګړه کې، دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول  او يو بل طالب ټپي شو.
خبرځاى  زياته کړه په دې جګړه کې  يو سيمه يېز پوليس هم ټپي شوى دى.
اسير زياته کړه چې سيمې ته دکومکي ځواکونو په رسېدو سره نور وسله وال طالبان  له سيمې څخه وتښتېدل.پاى سعيده ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته