امنیت

په ننګرهار کې دملي امنيت دځانګړو ځواکونو د ډار اچوونکو په پتنځيو مرګاني بريد

کابل باختر د مرغومي اتمه :
په ننګرهار کې دملي امنيت دځانګړو ځواکونوپه بريد کې  پنځه تنه  وسله وال طالبان ووژل شول او درې تنه نور ټپيان شول .
په دغو طالبانونن سهار د حصارک ولسوالۍ ددواب په کلي کې هغه وخت  بريد وشو  چې په خپلو پټنځيو کې په يولړ ډار اچوونکو فعاليتونوپه سازمان ورکولو  بوخت وو .
دننګرهار ولايت درسنيو دفتر ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره  وايي چې دملي امنيت  دځانګړو ځواکونو په دغو عملياتو کې پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې تنه نور ټپيان شول .
خبرپاڼه زياتوي  دغه عمليات چې  دهېواد دهوايي قواوو په ملاتړ پيل شول دوسله والو طالبانو دوه مرکزونه  دړې وړې شول .
ختم_ عطاالله – اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته