اقتصاد

اقتصادي کارپوهان د آقينه بندر تړل د خلکو په زيان بولي

کابلباختردچنګاښ دمياشتې٢٤نيټه:
يوشمېر اقتصادي کارپوهان د آقينه بندر تړل د خلکو په زيان بولي او له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د دغه بندر د پرانستلو لپاره  له هرې  ممکنې  لارې څخه  استفاده وکړي.
دغه کارپوهان خبر دارى ورکوي چې د آقينه بندر تړل په هېواد کې د نفتي توکو  په کمښت کې ناوړې اغيزې رامنځته کوي او که چيرې دغه بندر پرانستل نه شي، د نفتي توکو بيه لوړيږي او د هغه اقتصادي پيټى به  د هېواد خلک په  غاړه واخلي .
د اقتصادي مسئلو کارپوه او د کابل پوهنتون استاد مسعود باختر آژانس ته وويل چې بايد دولت د هر راز عامل د لرې کولو لپاره چې د خلکو د اقتصادي زيانونو سبب کيږي، اقدام وکړي چې خلک زيانمن نه شي.
ده وويل: هر راز نا آرامۍ د خلکو د وارداتي لګښتي توکو د بيو د لوړوالي سبب کيږي او څرنګه چې زموږ هېواد بهرنيو محصلاتو په تېره بيا تيلو او ګازو ته اړ دى او د بندرونو تړل نه يوازې خلک زيانمن کوي بلکې ملي ګټو هم  زيان رسوي.
د نفتي  توکو د واردونکو اتحاديې د عامل هيئت رئيس آذرخش حافظي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې هره ورځ د آقينه بندر له لارې د نفتي توکو سل ټانکرونه هېواد ته وارديږي او د دغه بندر تړل کيدل په هېواد کې د نفتي توکو  په کمښت زياته اغيزه کوي .
ده څرګنده کړه چې اقتصادي او تجارتي وده د امنيت او سولې د شرايطو لپاره  بستر جوړولو ته اړتيا لري او هر راز ستونزه چې په آقينه بندرکې رامنځته شي،  هېواد  د نفتي توکو له کمښت سره مخامخ کيږي، بيې لوړيږي او غوښتنې زياتيږي .
حافظي وويل چې دولت بايد په دې برخه کې پاملرنه وکړي او ډير ژر له هر ممکنې لارې ددغه بندر د خلاصون لپاره هلې ځلې وکړي .
د کابل ښار د يوه ښوونځي ښوونکي عبدالمالک په دې باور دى  چې حکومت د خلکو د ژوندانه د سوکالۍ د تامينولو مسووليت لري او بايد د خلکو انديښنو ته  پاملرنه وکړي او په اوسنيو شرايطوکې بايد خلک د لسګونو ټولنيزو ستونزو ترڅنګ د نفتي توکوله کمښت سره مخامخ نه شي .
خو د سوداګرۍ  او صنايعو وزارت وياند مسافر قوقندي د طرحه شويو انديښنو په باب د باختر آژانس خبريال ته وويل: موږ نور بندرونه هم لرو، لکه د تورغندي بندر او دهرات ولايت له لارې له ترکمنستان څخه په کافي اندازه نفتي توکي هېواد ته  وارديږي.
ده زياته کړه چې دسوداګرۍ اوصنايعو زارت له  هرې ممکنې لارې هلې ځلې کوي  چې د نفتي توکو د بيې د لوړوالي مخه ونيسي او په کافي اندازه نفتي توکي هېواد ته وارد شي.
د نفتي توکو د بيو د لوړوالي په اړوند انديښنې له هغه وروسته زياتې شوې چې د فارياب ولايت يوشمېر اوسيدونکو د دغه ولايت د سيمه ييزو پوليسو د يوه قوماندان نظام الدين قيصاري د نيول کيدو په اعتراض کې چې د امنيتي ځواکونو له خوانيول شوى دى، د آقينې بندر وتاړه او دغه بندر لس ورځې کيږي  چې تړلى دى او د سوداګرو د نفتي توکو په سلګونو ټانکرونه د ترکمنستان په خاوره کې ولاړ دي.                                                                               
پاى  ج ذ 

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته