ټولنه

اووه ميليونه ماشومان به دخوراکي توکو له کمښت سره مخ شي .

کابل / دثور ١٣مه / باختر:
دماشومانو  دملاتړ بنسټ وايي  چې په افغانستان کې به څه دپاسه  ٧ ميليونه ماشومان  دکرونا ويروس  دخپرېدوله امله په راتلونکې مياشت کې دخوراکي توکو له کمښت سره مخ شي .
دباختراژانس دخبرله مخې ،  دماشومانو دملاتړ بنسټ ويلي دي  چې دکرونا ويروس  دخپرېدو په دليل او په ګرځيدو اوراګرځيدو دمحدوديتونو  په لګولو سره به  ٧ ميليونه ماشومان دخوراکي توکو له کمښت سره مخ شي .
ددغه بنسټ  دڅرګندونوله مخې،هغه ماشومان  چې خپله ورځنى خواړه له لاسه ورکوي  دکرونا دويروس په وړاندې  زيات زيانمونکي دي او دافغانستان حکومت بايد له محدوديتونو سره سره  دخوړو دويشلوبهير اسانه کړي
ختم _ ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته