ټولنه

د هېواد په ختیځ کې۲۶۰ لیتره شراب ترلاسه شوي دي

جلال اباد/باختر/ د غويي د میاشتې ۱۵ مه
د ننګرهار ولایت په تورخم ښارګوټي او د جلال آباد ښار د درېیمې ناحیې په مربوطاتو کې ۱۶۰ لیتره شراب ترلاسه شوي دي.
ځايي چارواکي وايي چې دغه شراب پرون د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د منسوبینو له لوري د بېلابېلو عملیاتو او پلټنو په ترڅ کې ترلاسه شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي د باختر اژانس سیمه ېیز خبریال ته وویل چې د ترلاسه شویو شرابو په تور یو تن له یوې بار وړونکې لارۍ سره یوځای نیول شوي دي.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته