خبرونهسیاستTOP

ملا نورالله نوري: موسسې دې خپلې چارې په آزادانه ډول له اسلامي اصولو سره سمې پر مخ یوسي

کابل، د کب ۲۷مه، باختر
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست ملا نورالله نوري د وزارت د کنفرانسونو په تالار کې د(یو.ان.ډي.پي, او.سي.اچ.اې، ډبلیو.اف.پي، یو.ان.اچ.سي.آر) او یو شمير نورو مؤسسو له مسوولینو سره وکتل.
په دې کتنه کې د (او.سي.اچ.اې) مؤسسې مشرې او چار سانبالي او ډبلیو.اف.پي مؤسسې مسؤلې شاوي په خپلو خبرو کې د اسلامي امارت له همکاریو د مننې ترڅنګ په راتلونکي کال کې د خپلو برنامو او کاري لومړیتوبونو په اړه معلومات ورکړل او ويې ویل له افغانستان سره د یادو مؤسسو همکاري اوږده مخینه لري.
ورته مهال د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست ملا نورالله نوري د هېواد له ګن شمېر خلکو سره د یادو مؤسسو له مرستو د مننې ترڅنګ وویل په افغانستان کې د بشپړ امنیت په راتګ سره د مرستندویه مؤسسو فعالیت ته تر بل هر وخت ښه زمینه برابره شوې او د اسلامي امارت مسوولین ټولو همکارو مؤسسو ته ډاډ ورکوي چې په افغانستان کې خپلې چارې په ازادانه ډول له اسلامي اصولو سره سمې پر مخ یوسي، چې له دې سره به په راتلوونکي کې د لاغوره فعالیت زمینه ورته برابره کړي.
همدارنګه د دغه وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین محمد علي جان احمد وویل په افغانستان کې اوږدو جګړو، وچکالیو او طبیعي پېښو خلک له سختو ستونزو سره مخ کړي او اړتیا ده چې له دوی سره بشري مرستې ترسره شي او ستونزو ته يې په وخت رسېدنه وشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته