امنیت

اتلس تنه په ننګرهار کې دداعش په ډله کې دغړيتوب په تور ونيول شول .

کابل باختر د غبرګولي ٢٧مه :
١٨ تنه په ننګرهار ولايت کې په داعش ډله کې دغړيتوب په تور  ونيول شول .
  دغه کسان  دچپرهار ولسوالۍ په ځينو سيمو کې دملي امنيت د ځواکونو دځانګړو عملياتو په بهير کې ونيول شول .
دننګرهار والي  وياند عطاالله  خوږياڼي  باختراژانس ته وويل چې له دغو کسانو څخه داسې سندونه ترلاسه شوي دي چې په داعش ډله کې ددوى دغړيتوب ښکارندوى دي .
ده وويل دملي امنيت دځواکونو په دغو عملياتو کې يوشمير جنګي وسايل ترلاسه شوي دي .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې په ننګرهار ولايت کې ديولړ چاودنو مخه ونيول شوه .
  امنيتي ځواکونو نن سهار دننګرهار ولايت له ګڼ ميشتو لارو څخه شپږ ماينونه کشف او شنډ کړل .
ختم_ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته