ښوونه او روزنه

په فارياب ولايت کې دکرنې مسلکي ليسه جوړه شوه

کابل باختردثور دمياشتي  ٦ :

دفارياب ولايت په المار ولسوالۍ کې پرون دکرنې مسلکي ليسه جوړه شوه اوپه فعاليت يي پيل وکړ.

په هغي غونډه کې چې له همدي امله  دپوهنې درياست دمسوولينو ، دپوهنې وزارت  دتخنيکي اومسلکي  تعليماتو دمعينيت  داستول شوي هيئت ، قومې  مخورو  او زده کوونکو په گډون  ددغې ليسې په انګړکې جوړه شوې وه  ويناوالو دکرنې ددغې ليسې  جوړول دځوانانو دښوونې اوروزنې لپاره يو ګټور ګام وباله.

په دې ليسه کې تراوسه پورې دنهمو ټولګيو پنځه ديرشو تنو فارغانو نومونه ليکلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته