نړۍ

هند او پاکستان اټومي اطلاعات يو بل ته ورکوي

٣٠-اسلام اباد باختر  د مرغومي يوولسمه

 هند او پاکستان ديوبل پر اټومي سيمو د بريد مخنيوي لپاره داقداماتو ديوې برخې په توګه دخپلو  اټومي تاسيساتو او تجهيزاتو  فهرست تبادله کوي .   دغه فهرست  به نن په اسلام اباد  او نوي ډيلي کې دپاکستان او هند عالي کميسيونونو ته وسپارل شي .

 دغه فهرست دهغه  موافقه ليک له مخې چې په ١٩٨٨ کال کې  لاسليک او په ١٩٩١  کال نافذ شو  تبادله کيږي چې هدف يې  ددواړو هيوادونو پر اتومي تاسيساتو او تجهيزاتو دبريد مخنيوي دي .

 دغه فهرست دلومړي ځل لپاره د ١٩٩٢ کال دجنوري دمياشتې په لومړي ورځ تبادله شو او د ٢٠١٢  يا روان ميلادي کال  داتومي اطلاعاتو راکړه ورکړه به ددغو دواړو هيوادونو ترمنځ دپرله پسې  راکرړو ورکړو يو ويشتم فهرست وي .

 په  ١٩٤٧ کال کې دهند او پاکستان دخپلواکي له وخته راپديخوا دواړه هيوادونه کله کله اتومي او غير اتومي وسلي ازمايې

 هند په  ١٩٤٧کال کې خپل لومړي اټومي ازمايښت ترسره کړ  اوله هغه وروسته يې په  ١٩٩٨  کال پنځه نور ازمايښتونه وکړل .

  پاکستان هم په ١٩٨٨  کال کې شپږ اټومي ازمايښتونه ترسره کړل او دواړو هيوادونوداټومي وسلو دنه خپريدو تړون نه دي لاسليک کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته