کابل /دليندې ١٩مه /باختر :
دبغلان ولايت دعامې روغتيا مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې اويا زره ماشومان دپوليو له واکسين څخه بې برخې شول .
دبغلان دعامې روغتيا رياست مرستيال ډاکتر عبدالعليم غفاري باختر اژانس ته وويل چې په بغلان کې له درې سوه زرو ماشومانو څخه دوه سوه ديرش زره ماشومان واکسين شول .
هغه زياته کړه چې له واکسين څخه پاتې شوي په زرګونوماشومان دبورکې ، تاله او برفک ،دهنه غوري ، نهرين ، جلګې ،ډنډ شهاب الدين او دډنډ غوري دولسواليو په ناامنو سيموکې ژوند کوي .
دبغلان دعامې روغتيا درياست مرستيال وويل چې دپوليو له واکسين څخه دماشومانو دمحرومولو علت په کلينيکونو کې دواکسين تطبيق دى .
هغه وويل چې په ناامنو ولسواليو کې دپوليو واکسين په روغتيايي مرکزونو کې ترسره کېږي او زياتره کورنۍ خپل ماشومان دواکسين دتطبيق په خاطر مرکزونو ته نه دي وړي .
هغه زياته کړه چې دکور په کور ډول دواکسين تطبيق دپوليو واکسين دتطبيق له برياليو پروګرامونو څخه دى او کورنۍ له دغه پروګرام سره بلد دي . او په خپلو ماشومانو دواکسين تطبيق ته چمتو کېدل .
ختم_ ج_ اکرم
0 1 دقیقه لوستل