کابل -باختر د زمري د مياشتې ١٢:
د ننګرهار ولايت په مرکز جلال آباد ښارکې د هندوستان په قونسلګرى ځانمرګى بريد وشو.
دغه پيښه نن له غرمې مخکې د لسو بجو په شاوخوا کې هغه وخت رامنځته شوه چې ځانمرګى يرغلګر د دغې سياسي نمايندګى د دروازې په وړاندې وچاوه.
تراوسه پورې ددغې پيښې جزئيات نه دي ترلاسه شوي.
خوعيني شاهدان وايي چې دغه بريد د هند د قونسلګرى په پوځي ساتوونکو او په ځينو ملکي وګړو شوى دى.
د هندقونسلګرى د جلال آباد ښار په يوه ګڼ ميشته سيمه کې موقعيت لري چې هره ګړۍ د امنيتي ځواکونو له خوا سخت څارل کيږي.
د دغې پيښې جزئيات وروسته خپريږي .