امنیت

شپاړس تنه وسله وال طالبان د افغانستان په ختيځ کې ووژل شول

کابل باختر د ليندي دولسمه :
شپاړس تنه وسله وال طالبان تېره شپه د افغانستان په ختيځ کې د نويو نښتو په بهيرکې ووژل شول .
دغه جګړې دکونړ او نورستان د ولايتونو په سرحدي سيموکې هغه وخت ونښتې چې يوې ډلې وسله وال طالبانو غوښتل دپاکستان له خاورې څخه په ځينو افغان امنيتي پوستو بريد وکړي .
دافغانستان په ختيځ کې د افغان سرحدي پوليسو يوه قوماندان باخترآژانس ته وويل چې په دغو جګړوکې شپاړلس تنه وسله وال  طالبان وژل شوي دي  .
ويل کيږي دطالبانو دوه تنه سيمه ئيز قوماندانان هم په وژل شويوکسانوکې شامل دي .
دسرحدي پوليسو ددغه قوماندن دڅرګندونو له مخې: طالبانوغوښتل چې دکونړ ولايت د شيګل او د نورستان ولايت دکامديش د ولسواليو په ځينو سرحدي پوستو بريدونه وکړي .
د را رسيدلوخبرونو له مخې: افغان پوځيانو د دغو نښتو په پاى کې د وسله والو طالبانو په لسګونوجنګي وسايل ترلاسه کړي دي .
دافغانستان په ختيځ  کې د کونړ او نورستان ولايتونه له پاکستان سره د اوږدو پولو په لرلو سره تل د القاعده، دوسله والو طالبانود ډلې او ددغې ډلې دپاکستاني جګړه مارانو په ګډون دتروريستي ډلو دشتون او فعاليت ډګر دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته