سیاست

د کابينې د قوانينو د کميټې غونډه جوړه شوه

کابل باختر د وري  نهه ويشتمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوريت دکابينې د قوانينو د کميټې غونډه نن له غرمې وروسته د جمهور رييس د مرستيال او د دغې کميټې د رييس قانونپوه سروردانش په مشرۍ جوړه شوه او د قوانينو د کميټې د اجندا پرسر د مفصلو خبرو په ترڅ کې په دې برخه کې لازم تصميمونه ونيول شول .
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د کميټې په دې غونډه کې په مدني شخړوکې د روغې جوړې د قانون، د مخترع او مکتشف د حقوقو د ملاتړ د قانون او له پيښو سره د مبارزې د تيارى د ادارې د مقررې طرحې وڅيړلې شوې.
  د قوانينو د کميټې رييس قانونپوه سرور دانش په غونډه کې د طرحه شويو موضوعګانو د اهميت په اړوند څرګنده کړه چې د دغو قوانينو طرحې په اړوندو ساحوکې يو لومړيتوب دى او په دغو برخوکې د دغوطرحو په تصويب سره په اجرايي چاروکې زياتې اسانتياوې رامنځته کيږي .
د عدليې وزير په مدني شخړوکې روغې جوړې د قانون د طرحې په باب څرګنده کړه چې د روغې جوړې له لارې د مدني شخړو حل کول د شخړو د بندولو په منصفانه لارې د خلکو چټک او اسان برلاسى، په عدلي مراجعوکې د قضيو د راټوليدو کمښت، په شخړه کې د هېوادوالو په تېره بيا د زيانمنوونکو قشرونو د حقوقو رعايتول او د قانون د حکمونو او شرعيت پرخلاف د تصميمونو د نيولو  مخنيوى د دغه قانون د طرحې هدفونه دي .
وروسته دکميټې غړو دقانون دنامه ، هدفونو ، اصطلاحاتو ، د ثبت د مرجع او د دغې طرحې د نورو موضوعګانو په ګډون مواردوکې خپلې نظريې څرګندې کړې او له هغو هراړخيزو څيړنو وروسته چې وشوې؛ د دغه قانون طرحه  په اصولوکې د کميټې له خوا تاييد شوه او پريکړه وشوه چې د عدليې وزارت دې د کميټې د غړو اصلاحي نظريې په طرحه کې شاملې او هغه دې د کابينې غونډې ته وړاندې کړي .
د مخترع اومکتشف د حقوقو د ملاتړ د قانون طرحه په دې غونډه کې ديوې بلې موضوع په توګه وڅيړل شوه چې د قانون د دغې طرحې د اهميت، اړتيا او هدف په باب هم دعدليې وزارت او دغه راز دسوداګرۍ او صنايعو وزارت څرګندونې وکړې.
له هغو څيړنو وروسته چې د قانون د دغې طرحې په باب وشوې؛ د هغو نيمګړتياوو په دليل چې په طرحه کې شتون درلود؛ د قوانينو کميتې وپيتله چې د قانون دغه طرحه دې يوځل بيا د اړوندو ادارو د واکمنو مسوولينو په ګډون د عدليې په وزارت کې وڅيړل شي او د قوانينو د کميتې په يوه بله غونډه کې دې طرحه شي
  له پيښو سره د مبارزې د تيارى د ادارې د مقررې طرحه هم دعدليې د وزير او له پيښو سره د مبارزې د ملي ادارې د لوى رييس له خوا  د قوانينو دکميټې په دې غونډه کې رپوټونه طرحه شول، خو ددغې مقررې له طرحې سره د دغې ادارې د تشکيلاتي توپيرونو په دليل، کميټي وپتيله چې د اړوندې مقررې طرحه دې له پيښو سره د مبارزې د ملي ادارې له تشکيلاتو سره په زياتې او متناسبې همغږۍ کې برابره شي .
د شيدې خورو او وړکتونونو د مقررې د يوولسمې مادې د دويمې فقرې د تعديل او د پنځه څلويښتمې مادې د دويمې فقرې د تعديل طرحه هم د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزارت د معين له خوا غونډې ته وړاندې شوه او له څيړنو وروسته د کميټې له خوا تاييد شوه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته