ټولنه

هيوادته د راستنو شويو کسانو شمير زيات شوى دى .

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١
هيوادته د سند لرونکو راستنو شويو مهاجرينو شمير په سلو کې دوه پنځوس زيات شوى دى .
دغه شمير دتيرکال د زمري دمياشتې په نسبت د روان کال د زمري د مياشتې په پرتله دمهاجرينو دراستنولو د چارو وزارت له خوا بيان شوى دى .
دمهاجرينو دراستنولو دچارو وزارت وياند اسلام الدين جرات دباختر آژانس خبريال ته وويل چې ١١٨٤٢ تنه سند لرونکي افغان مهاجرين د روان کال د زمري په مياشت کې له پاکستان او ايران څخه هيوادته راستانه شوي دي چې دغه شمير د تيرکال دهمدې مودي په پرته په سلو کې ٥٢ زياتوالي ښيي .
ده وويل چې د دغو راستنو شويو کسانو له جملې څخه ١١٤١٦ تنه له پاکستان څخه ٤١٩ تنه له ايران څخه او اووه تنه نور له هندوستان څخه په داوطالبانه ډول هيوادته راستانه شوي دي.
جرات څرګنده کړه چې دمهاجرت دسند خاوند دغه ټول راستانه شوي کسان دمهاجرينو په چارو کې دملګرو ملتو دسازمان دعالي کميشنرۍ تر ملاتړ لاندې نيول شوي او نغدي مرستې ورسره شوې دي. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته