امنیت

په کابل کې د يوه ښوونځى يو شمېر زده کوونکي مسمومې شوې

کابل- باختر د ثور يوولسمه :
دکابل دپوليسو يو ټيم د يو ښوونځى د يو شمېر زده کوونکو د مسموميت دپيښې په باب څيړنې کوي .
دکابل د پوليسو يو خبرځاى باخترآژانس ته وويل: دکابل ښار په اوومه ناحيه کې د سلطان راضيې د ليسې يو شمېر زده کوونکو په درسي خونه کې د بدبوى په احساس سره له ضعفيت سره مخامخ شوې دي چې تراوسه پورې دا نه ده معلومه شوې چې دغه پيښه د مسموميت زيږنده ده اويا دا چې د تلقين له امله رامنځته شوې ده؟
تراوسه پورې درې څلويښت تنه زده کوونکي روغتون ته ليږدول شوي دي او يو څيړنيز  ټيم ددغه ښوونځي د يو درسي ټولګي په څيړنې بوخت دي .
دغه پيښه په داسې حال کې رامنځته کيږي چې څه موده مخکې د تخار ولايت په څو ښوونځيوکې يو شمير زده کوونکي دمسموميت له پيښو وروسته روغتون ته لاړې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته