کابل باختر د کب اوومه :
د نويد- ٣٣ په نامه چاڼيز عمليات نن په بغلان ولايت کې پيل شول.
د بغلان ولايت د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر مسوول ذبيح الله شجاع باختر آژانس ته وويل چې دغه عمليات د هژدر غاښى، قرغان تيپې او د مرکزي بغلان په ګډون له دريو استقامتونوڅخه د ډنډغوري، دهنه غوري او د مرکزي بغلان د سيمو د بشپړ پاکولو په مقصد پيل شوي دي .
شجاع د امنيتي ځواکونو په ميړانې، سرښندنې او زړورتيا د ټينګار په ترڅ کې د بغلان ولايت خلکو ته ډاډ ورکړچې د بغلان د امنيت تامينول له دې جملې څخه د پلخمري ښار د امنيت تامينول د دولت د پاملرنې په مرکزکې ځاى لري او د امنيت د تامينولو په لاره کې به له هيڅ راز هلوځلوڅخه ډډه ونه کړي.
9 1 دقیقه لوستل