سیاست

جمهوررئیس حامد کرزي د ملګرو ملتونو د سازمان له ځانګړي استازي سره وکتل

کابل باختردوږي دمياشتې  ٦ 
د افغانستان جمهوررئیس حامد کرزي نن غرمه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سازمان له ځانګړي استازي یان کوبیش سره په ارګ کې وکتل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباختراژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سازمان ځانګړي استازي د جمهوري ریاست د انتخاباتو د رایو د تفتیش د بهیر د پرمختګ په اړه جمهوررئیس حامدکرزي ته معلومات ورکړل.
یان کوبیش وویل چې د رایو د تفتیش بهیر په ښه ډول پر مخ روان دی خو د روان کال د وږي د میاشتې تر یوولسمې ( سپټمبر۲ ) پورې  د دغه بهیر پای ته رسېدل ممکن نه دي.
د ملګرو ملتونو د سازمان ځانګړي استازي هیله څرګنده کړه چې د رایو د تفتیش بهیر به د روان کال د وږي د میاشتې تر نولسمې ( سپټمبر۱۰ ) پورې پای ته و رسېږي.
د یادونې وړ ده چې د ملګرو ملتونو سازمان له دې وړاندې د جمهوررئیس حامدکرزي په نامه په یوه لیک کې د ټولو انتخاباتي رایو په سلوکې سل د تفتیش په مقصد  د اګست له دویمې څخه د یوې میاشتې لپاره د نوي جمهوررئیس د لوړې د مراسمو د ځنډولو غوښتنه کړې وه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته