نړۍ

دداعش ډلې دبريتانيا دپنځو تنو جاسوسانو داعدام ادعا وکړه .

لندن  باختر د مرغومي  څوارلسمه :
دداعش ډلې پرون ديوه ويډيويي کست په خپرولو سره په سوريه او عراق کې ددغې ډلې په سنګرونو دجنګي الوتکو دبريدونو په جبيره کولو کې دبريتانيا دپنځو تنو جاسوسانو داعدام ادعا وکړه .
باختراژانس دبهرنيو خبرځايونو له خولې خبر راکړ :په دې ويډيويي کست کې پنځه تنه ددوربين په وړاندې دپنځو تنو نثاب لرونکو کسانو له خوا په ډزو سره وژل کيږي .
دداعش ډلې ګواښ کړى دى چې په سوريه او عراق کې ددوى په سنګرونو دبريتانيا دهوايي بريدونو ددوام په صورت کې به زيات شمير بريتانويان ووژني .
دبريتانيا حکومت تراوسه پورې په داعش پورې اړوند ددغه ويډيويي کست په وړاندې غبرګون نه دى ښودلى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته