امنیت

٢ تنه ملکيان په لوګر کې شهيدان شول .

کابل باختر  دليندي  يوولسمه :
٢ تنه ملکيان تيره شپه دلوګر ولايت په محمد اغې ولسوالۍ کې دناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا شهيدان شول .
دلوګر ولايت دمحمد اغې ولسوال انجنير محمد امين رحيم دباختراژانس سيمه ئيز خبريال ته وويل چې يو قومي مخور شيرعلي او  ددغې  ولسوالۍ يو اوسيدونکي  علم خان  په پل قندهاري ساحه کې دناپيژاندووسله والو کسانو له خوا شهيدان شول .
په دې پيښه کې دشيرعلي زوى هم ټپي شوى دى .  يوه اوونۍ مخکې هم يوه قومي مخور په محمد اغې ولسوالۍ کې شهيد کړى شوى و .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته