ټولنه

په لسګونو کورونه دسيلاو له خطر څخه خوندي شول

کابل باختردکب دمياشتې١٢ نيټه :
يوه بنسټيزه پروژه نن په سمنګانو ولايت کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
دخلم ايبک ددريايي حوزې  درياست سرپرست انجينر محمدياسين باخترآژانس ته وويل ؛  چې په دې  پروژه  کې  دسمنګانو  دسيند ترڅنګ دايبکو ښار   په دره  ژوندون کلي  کې   داته سوه  اووه شپيتو مترو په اوږدوالي  او دڅه دپاسه  يو متر په سور او ددريو مترو  په لوړوالي  يو استنادي ديوال  په پاخه اساسي ډول   جوړ شوى دى.
خبرځاى زياته کړه چې دغه  پروژه  دنړيوال  بانګ په مرسته دڅه ناڅه شپږويشتو ميليونو افغانيو په لګښت   جوړه شوې  ده .
ددغې پروژې د کار په بشپړيدوسره داستوګنې  سل ګورونه  او په لسګونو جريبه زراعتې ځمکې دموسمي سيلاونوله خطر څخه خوندي شوي دي.
پاى  ج   ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته