خبرونهامنیت

د وارداتي برېښنا یو مزی په خنجانو ولسوالۍ کې پرې شوی دى

کابل / د زمري ۲۲مه / باختر

د وارداتي برېښنا يو مزی تېره شپه د بغلان د خنجانو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د جګړې له امله پرې شوی دى.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د افغانستان برېښنا شرکت څرګنده کړې ده چې د بغلان برېښنا رياست مسوولينو خبر ور کړى دى چې تېره شپه د بغلان د خنجانو ولسوالۍ  په مربوطاتو کې د وارداتي برېښنا پر يو مزي د ګولۍ د لګېدو له امله د برېښنا بهير پرې شوى دى.

برېښنا شرکت ويلي دي چې د دغه شرکت د لوړ ولتاژ ټيم هڅه کوي د جګړې د پاى ته رسېدو او د امنيتي وضعیت په ښه کېدو سره ساحې ته لاړ شي او د وارداتي برېښنا مزی بېرته وتړي.

ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته