امنیت

يو ملکى وګړى په ډزو سره ووژل شو

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ٨
وسله والو طالبانو يو ملکي وګړى په فارياب ولايت کې په ډزو سره وواژه او ميرمن يې ټپي کړ .
د فارياب ولايت د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتو آمر کريم يورش د باختر آژانس خبريال ته وويل: وسله والو طالبانو د کوهستان ولسوالۍ د قدوغک د کلي په اوسيدونکى عبدالقادر چې د (اکتيد) په روزنيز کورس کې يې ماشومانو ته لوست ورکاوه؛ پرون له لوست ورکولو وروسته کله چې له خپلې ميرمنې سره روان و؛ ډزې وکړې چې له امله يې په خپله ووژل شو او ميرمن يې په لاس ټپي شو.
يورش زياته کړه: پخواهم دغه ښځې او ميړه ته په دغه کورس کې د لوست ورکولو په دليل د طالبانو له خوا ګواښ شوى و، خو له دې امله چې ماشومان د ليک لوست د زده کړې له نعمت څخه بې برخې پاتې نه شي؛ بيايې خپل تدريس ته دوام ورکړ.
د کوهستان ولسوال امام يار تقوا دغه پيښه تاييد کړه او ويې ويل چې د ټپي ميرمن روغتيايي حالت ښه دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته